د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند دښت ټوپ ښوونیز او روزنیز مرکز ته د سیدآباد ولسوالۍ له عمومي جکشن څخه د کورنیو چارو وزارت په مالي ملاتړ د ۴۸ مېلیونه افغانیو په لګښت وارداتي برېښنا وصل شوه. د برېښنا شرکت مسولینو وویل، د دغه پروژې چارې په یو کال او ۵ میاشتو کې بشپړې شوې، چې له لارې یاد نظامي مرکز ته ۲۰ کیلو واټه برېښنا له ۲۸ کیلو متره فاصلې د ۵۲۶ پایو او ۸۶ زره متره لین پر مټ نښلول شوې ده دوی وايي، چې په یاده پروژه ۴۸ مېلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د کورنیو چارو وزارت له خوا ورکړل شوی دی. د میدان وردګ ولایت د مسولینو په خبره د ټوپ دښتې نظامي مرکز د هیواد په کچه دوهم لوی مرکز ګڼل کیږي، چې پر یو وخت د لس زره کسانو د نظامي روزنې وړتیا لري.
































