د دایکنډي د امنیې قومندانۍ مسوولین د دغه ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۳ کسانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکوي. د دغه ولایت د امنیتي مسوولینو ویلي، چې دغه پېښه د شهرستان ولسوالۍ په سیاه بغل سیمه کې د وسټا موسسې د کاروونکو فلانکوچ موټر چې له بامیانو څخه یې د یادې موسسې کارکوونکي دغه ولایت ته لېږدول چپه شوی، چې په کې یو کس مړ او د دریو مېرمنو او یو ماشوم په ګډون ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي. نوموړي زیاته کړه، چې د پېښې ټپيان د شهرستان ولسوالۍ لېږدول شوي دي، خو د ټپیانو روغتیايي وضعیت په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.
































