د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین دغه ولایت ته د ۵۳ بهرنیو سیلانیانو د ورتګ خبر ورکوي. د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی آمر حامد احسان وايي، چې په تېرو دریو میاشتو کې کندهار ته د داخلي سیلانیانو تر څنګ د فرانسې، اسټرالیا، چین، جرمني، ایرلینډ او نورو هېوادونو څخه ۵۳ تنه خارجي سېلانیان هم تللي او د یاد ولایت له تاریخي او د تفریحي سيمو څخه یې ليدنه کړې ده. د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د امنیت په تامین سره بېلابېلو ولایتونه ته زرګونه کورني او بهرني سیلانیان تللي دي.
































