په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي مرستیال استازي دای بین د جولای په ۱۱مې نېټې د ملګرو ملتونو د دوامدار پرمختګ د لوړپوړي سیاسي فورم د اوبو دوامدار پرمختګ په یوې مباحثوي غونډې کې وویل، چې د جاپان حکومت په خپل سر سمندر ته د فوکوشيما ۱۳۰ ټنه ذروي ککړې اوبه خوشې کوي او په وينا يې، دا د جاپان د حکومت يوه ډېره نامسئولانه کړنه ده.
ښاغلي دای بین وویل، سمندر د نړۍ د اوبو ایکولوژیکي سیسټم یوه مهمه برخه او چاپېریال ساتنه يې د انسانانو ګډه دنده ده.
نوموړي وويل، چې د جاپان حکومت د نړیوالې ټولنې له اندېښنو، د ارام سمندر پر غاړه د پرتو هېوادونو او ټاپوګانو له پراخ مخالفت سره سره بیا هم په خپل سر سمندر ته د فوکوشيما ۱۳۰ ټنه ذروي ککړې اوبه خوشې کوي.
د ده په ټکو، د جاپان دغه کړنه به سمندري او ایکولوژیکي چاپېریال او د مختلفو هېوادونو د خلکو روغتیا ته سخت زیانونه ورسوي او دا يې ډېره نامسئولانه کړنه بللې ده.
نوموړي پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې خاموشه پاتې نشي او دغې مسئلې ته باید جدي پاملرنه وکړي او د جاپان له حکومت څخه باید وغواړي، چې د بېلا بېلو خواوو د پاملرنې وړ مسئلو ته جدي پام وکړي او سمندر ته د ذروي ککړو اوبو د ایستلو پلان باید لغوه او په علمي، خوندي او سمو لارو باید دغو ککړو اوبو ته لاره پيدا کړي او د نړیوالې ټولنې جدي نظارت باید ومني.
(هیله)































