د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا او د بشري چارو له نوي مسوول ډانيل انډريس سره په لیدنه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي او دغه راز غوښتنه یې کړې، چې نړیواله ټولنه دې پر بشري مرستو او د افغانستان د خلکو پر سوداګرۍ باندې لګېدلي بندیزونه لري کړي.











