د لوګر د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې په دې ولایت کې پر ۷۰۰ جریبه ځمکه نوي بڼونه جوړ شوي.د یاد ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په خبره، چې دغه بڼونه د مرکز په ګډون محمدآغې،څرخ، خروار او خوښۍ ولسوالیو کې د بشري منابعو د پراختیا ادارې، صلح بنسټ او د روپاني دفتر په مالي ملاتړ جوړ شوي دي، چې موخه یې د کروندګرو او باغ لرونکو ملاتړ کول او د بزګرانو اقتصاد ته وده ورکول دي. کرنې ریاست دغه راز زیاته کړې، چې د کرنې د میکانیزه کولو په موخه په سلګونو بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو وېش، تخنیکي مشورې، پوهاوي ورکولو ترڅنګ، له ۲زره ۴۰۰ څخه زیاتو بڼوالو ته کاري وسایل او د اړتیا وړ مواد هم وېشل شوي دي.












