تورخم کې امنیتي مسوولین وایي، چې په دغه بندر کې یې په زیاته اندازه تاریخي آثار نیولي دي. د تورخم د استخباراتو مدیر محمد اقبال تکل ویلي، چې د دوی له لوري بهر ته زیاته اندازه تاریخي آثارو د قاچاق مخه نیول شوې ده. تکل زیاته کړه، چې یاد تاریخي آثار په یو بار وړونکې لارۍ موټر کې په ډېر مهارت سره ځای په ځای شوي وو، چې غوښتل یې نوموړي آثار ګاونډي هېواد ته د تورخم فرضي کرښې له لارې انتقال کړي. نوموړي وويل، چې یاد آثار به د ساتنې په موخه اطلاعاتو او کلتور ریاست ته وروسپارل شي.
































