د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې سږ کال په دغه ولایت کې پر ۱۹۵۳ هکتاره ځمکه ګني کرل شوي دي. د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې ننګرهار کې هر کال په سلګونه هکتاره ځمکه ګني کرل کېږي او سږ کال پر ۱۹۵۳ هکتاره ځمکه کې بختور، شين باڼس، سپين، ۳۴۶ او ۳۱۰ هايبريډ ګني کرل شوي دي. تېر کال په ننګرهار کې پر ۱۶۵۰ هکتاره ځمکه ګني کرل شوي وو، چې ترې ۷۵ زره او ۷۵ مټريک ټنه حاصلات ترلاسه شوي وو.
































