د چاپېریال ساتنې ملي اداره په هېواد کې وروستۍ دوړې او ګردونه او اقلیمي بدلون، په افغانستان او اسیايي هېوادونو کې د پرلهپسې وچکالیو له امله ګڼي. دغه اداره زیاتوي چې د طبیعي پېښو له امله د زیانونو د مخنیوي لپاره، د نړۍوالو سازمانونو ملاتړ ته اړتیا لري. ورته مهال د کابل هوا له تېرو دوو ورځو راهیسې ګردونو او دوړو خرابه کړې ده. د دغې ادارې په وینا، نړۍوال سازمانونه د طبیعي پېښو له امله د رامنځته کېدونکو زیانونو د مخنیوي لپاره همکاري نه کوي او له همدې امله د طبیعي پېښو پر وړاندې د دې ادارې د چمتووالي بهیر ټکنی دی. د هوا پېژندنې اداره بیا وايي چې، ښايي تر راتلونکو څه باندې دوو میاشتو به د پلازمېنې په ګډون په ځینو ولایتونو کې په وقفهيي ډول سخت بادونه او دوړې وي.
































