په ۲۰۱۳ کال کې د مختلفو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو د لا نږدې کېدو او متقابلې همکارۍ د لا پياوړتيا لپاره د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د يو کمربند او یوې لارې د ابادۍ وړانديز وکړ. له لسو کلونو راهيسې چين د دې وړانديز د پلي کولو لپاره ډېرې هلې ځلې کړې او کوي يې. د چين او بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ همکارۍ لا پياوړې شوې، د یو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو او سيمو د بنسټیزو تأسيساتو نښلونه هم ډېره شوې او ورسره يې سوداګريز تګ راتګ زيات شوی او د خلکو ترمنځ دوستي لا ټينګه شوې ده. په دې اړه د چين د ميډيا ګروپ خبريالې د افغان سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له چارواکي حجت الله عرفان سره مرکه کړې چې په وروستيو کې د چين د ملي راډيوګانو او تلویزیونونو د عمومي ادارې په کوربه توب د یوکمربند یوې لارې په وسیله د رسنیو د پیاوړتیا او مسلکیتوب په سمینار کې ګډون وکړ. د ده په اند د يو کمربند او يوې لارې وړاندیز نه یوازې د چین بلکې د افغانستان په شمول د نورو هېوادونو د اقتصادي پياوړتيا او د کفا کېدو سبب کيږي.
د ښاغلي عرفان په اند د چین د دولت رئيس شي جين پينګ په ۲۰۱۳ ميلادي کال کې د يو کمربند او يوې لارې پلان او طرحه جوړه کړې چې د چين هېواد د اقتصاد د پياوړتيا په برخه کې ډېره ارزښتناکه او د چين د نړيوال شهرت باعث وګرځېده. چین د دغه پلان په پلي کولو سره خپلو تجارتي معاملاتو ته نړيوال پراخ بازار پیدا کړی او له دې لارې يې منځنۍ اسيا او ارويا تجارتي را کړه ورکړه او مارکيټ رامنځته کړي چې همدا په خپل ذات کې له نورو هېوادونو سره د ښو اړيکو د رامنځته کېدو سبب شوه. هغه وويل، هغه هېوادونه چې د يو کمربند او یوې لارې په پروژې کې شامل دي، يو له بل سره وصل شوي او زياتې ګټې يې ترې اخيستې او هم يې له دې لارې خپل صادرات او واردات تر سره کوي چې همدا د دې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د اقتصادي پياوړتيا او د کفا کېدو لامل کيږي.
دا رښتيا ده چې له لسو کلونو راهيسې د دې پلان او پروژې په پلي کولو سره ډېرې لاسته راوړنې تر لاسه شوې دي. د يوې شمېرنې له مخې چين د یو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په هکله له څه باندې ۱۵۰ هېوادونو او دېرشو نړیوالو سازمانونو سره څه باندې دوه سوه همکاريز سندونه لاسليک کړي چې له دې لارې يې څه باندې درې زره همکاريزې پروژې جوړې کړې او د يو کمربند او یوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو لپاره يې ۴۲۰زره کاري فرصتونه برابر کړي او نږدې څلوېښت مليونه وګړو له بې وزلۍ څخه ځانونه ژغولي دي. په ور ته وخت کې د چین او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ د مالونو سوداګريز ارزښت له ۱۰۴۰ميليارډو امریکايي ډالرو څخه ۲۰۷۰ ميليارډو امریکايي ډالرو ته زيات شوی دی. په دې هکله ښاغلي عرفان وويل چې د یو کمربند او یوې لارې د پروژې په واسطه د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لرې، د بیلګې په توګه موږ د ایکواډور هیواد د برق فابریکه یادولی شوو چې ټول ملت یې له بریښنایې خدماتو څخه برخمن دی. همداراز د اندونیزیا د چټک اورګاډي پروژه هم د پاملرنې وړ ده چې د یاد هیواد ترانسپورتي ستونزي یې له منځه وړې دي، او په دې برخه کې لازم سهولتونه رامینځ ته شوي دي. د يادونې خبره دا ده چې د تعليم په برخه کې د ياد پلان په عملي کولو سره په اکثره هیوادونو کې د ځوانانو لپاره تعلیمي سکالرشیپونه او هرډول اسانتیاوې برابرې شوې دي. نو زما په اند دغه پروژه او پلان د ډېرو هېوادونو په ګټه دی.
افغانستان تل د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ له وړانديز څخه ملاتړ کړی او له چين سره يې د يو کمربند او یوې لارې د ګډې ابادۍ په هکله د تفاهم ياددښت لاسليک کړی دی. له وروستيو کلونو راهيسې چین په فعاله توګه له افغانستان سره همکارۍ کړې دي، د بېلګې په توګه د هوايي دهليز له لارې يې جلغوزي وارد کړي چې افغان بزګرانو ترې ډېرې ګټې اخيستې دي. د تېر کال په ډسمبر کې د چين حکومت له وارد شويو ۹۸ سلنه افغان توليداتو څخه د تعرفې د نه اخيستلو تګلاره غوره کړه. په وروستيو کې د اورګاډي او سړک په وسيله د چين د لان جون—کاشغر—افغانستان لار پرانيستل شوه. د ښاغلي عرفان په اند د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ د پلي کولو لپاره ښه اقدام دی. هغه زياته کړې چې دغه اقدام د افغانستان په شمول د ګڼو هیوادونو د اقتصادي خود کفایئ لپاره یو نیک پال بولو. افغانستان چې د اسیا د زړه حیثیت او منځنۍ اسیا د وصل په نقطه کې موقیعت لري، د یو نړیوال تجارتي بازار په توګه د زیاتو هیوادنو لپاره ګټور ثابتیدلای شي. د یو کمربند یوې لارې طرحې څخه په استفادې او د هیوادونو سره د اړیکو جوړیدو په صورت کې به افغانستان په یو نړیوال اقتصادي مارکیټ بدل شي.د بېلګې په توګه د دغې پروژې د پلي کولو په رڼا کې د افغانستان غالۍ چې نړیوال شهرت لري، له هوايي دهليز څخه په ګټې اخستنې سره په نورو هیوادونو کې په لوړ قیمت وپلورل شي او همدارنګه د افغانستان وچه مېوه لکه ممیز، چهار مغز، پسته، بادام او په ځانګړې ډول جلغوزې هم د همدغه دهلیز له لارې چین ته صادريږي.
د يو کمربند او يوې لارې د پلان په پلي کولو سره نه يوازې د اړوندو هېوادونو ترمنځ اقصادي تګ راتګ ډېر شوی، بلکې کلتوري تبادلې هم د زياتېدو په حال کې دی. په وروستيو کې ښاغلي عرفان د چین ملي راډيوګانو او تلویزیونونو د عمومي ادارې په کوربه توب د یوکمربند یوې لارې په واسطه د رسنیو د پیاوړتیا او مسلکیتوب په سمینار کې ګډون وکړ. هغه وويل چې دغه ډول روزنیز سمینارونه به د یو کمربند او یوې لارې په اوږدو کې د پرتو هیوادونو د خلګو تر مینځ راشه درشه او راکړې ورکړې لپاره او هم د دواړو هیوادنو ترمینځ د کلتورې تبادلې لپاره ګټور تمام شي. نو ځکه له چين سره د اړیکو د لا پیاوړتیا په موخه د ورته سیمنارونو د جوړیدو غوښتنه کوو.
































