د فراه ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، په دې ولایت کې په تېر ۱۴۰۲ کال کې د ۳۷۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۵۰ بېلابېلي پروژې پلې شوې دي. د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رئیس مفتي محمدنسیم سرهنګ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د دغو پروژ زیاته برخه په لرې کلیوالي سیمو کې د پاکو اوبو رسول دي، چې شاوخوا ۴۸ زره کسانو ته په کې اسانتیاوي برابري شوې دي. سرهنګ ویلي، روان ۱۴۰۳ کال کې هم د دې ولایت په ۹ ولسوالیو کې۱۲ پروژې په پام کې لري. په خبره یې، په پلان کې ده، چې د مرستندویه موسسو په همکارۍ د اوبو رسولو یو شمېر نورې پروژې هم پلې کړي. په دغو پروژو کې د پاکو اوبو رسولو او چیکډېمونو جوړولو پروژې شامل دي.












