د ترکیې حکومت شاوخوا ۱۳۸ ناقانونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستولي دي. د راپورونو له مخې، دغه کډوال پرون د ایغدیر له هوايي ډګره د یوې چارټر الوتنې له لارې افغانستان ته لېږدول شوي. دا په داسې حال کې ده، چې دې وروستيو کې د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو ايران، پاکستان او ترکيې څخه د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ چټکه شوې چې څه موده وړاندې هم ١٣٦ افغان کډوال له ترکيې شړل شوي وو. بلخوا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې وروستیو کې د ناقانونه کډوالو په اړه د خپل هېواد د کډوالۍ په پالیسۍ کې د بدلون اعلان کړی او ویلي یې دي چې په نږدې راتلونکي کې به پدې برخه کې د پاموړ بدلونونه راشي.
































