د پکتیکا د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د څښاک اوبو د ۵ شبکود جوړولو چارو د پیل خبر ورکوي. د یادو شبکو د جوړولو چارو د پیل مراسمو کې د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست سرپرست عبدالحلیم جابر وویل، چې دغه شبکې د اومنه ولسوالۍ په ځواکه او ګیناوه کلیو کې، د اورګون ولسوالۍ په مګړ او پیر کوته کلیو کې او سرحوضه ولسوالۍ په مارزک کلي کې د (یو.ان)، (او.سي.اېچ) او (اې.اېچ.اېف) موسسو په مالي ملاتړ جوړېږي، چې پرې څه باندې ۲ میلیونه، ۱۱۴زره او ۵۷۰ افغانۍ لګښت راځي. جابر زیاته کړه، د یادو شبکو په جوړېدو سره به د یادو کلیو ۱۳۸۵ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.
































