لغمان کې څلور تنه ځوانان اوبو وړي چې د دوو تنو مړي یې تر اوسه نه دي موندل شوی. د لغمان د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې رییس خیر محمد وایي، پرون د قرغیو ولسوالۍ اړوند کچړۍ سیمه کې څلور تنه د لامبلو پرمهال اوبو وړي چې د دوو مړي موندل شوي او دوه نور لا هم نادرکه دي. ورته مهال دوه وروڼه چې د پروان ولایت د شیخعلي ولسوالۍ اوسېدونکي دي، د بند امیر ملي پاک په اوبو کې ډوب او مړه شوي دي. د بامیان د امنیه قومندانۍ ویاند محمد خواني رسا وايي چې دغه پېښه پرون سهار رامنځته شوې او دغه دوه وروڼه د «پنېر» په بند کې ډوب شوي دي.
































