د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه وایي چې د سرپرست حکومت له پرېکړې سره سم یې په هېواد کې خپل ځینې فعالیتونه د لنډمهال لپاره درولي دي. دغه فعالیتونه وروسته له هغه دورل کېږي چې سرپرست حکومت د سرطان میاشتې پر ۲۰مه نېټه په سویډن کې د قران کریم د سوځېدو په غبرګون کې د دغه هېواد د هر ډول فعالیتونو درېدو امر وکړ. د سرپرست حکومت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، تر هغه چې د سویډن حکومت په دې اړه بښنه نه وي غوښتې، د دغه هېواد ټول فعالیتونه به تړلي وي. د سویډن کمېټې وړاندې ویلي وو چې په دې اړه به د سرپرست حکومت له چارواکو سره خبرې وکړي.
































