د اقتصاد سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رییس تیریا واټر ډال سره د لیدنې پر مهال په افغانستان کې ځوانانو ته د کارموندنې، د ښوونې او حرفوي برنامو د پلي کېدو او د دې کمېټې د فعالیتونو د پراختیا غوښتنه کړې ده. یاد وزارت په یو لړ ټویټونو کې زیاته کړې، دواړو خواوو د دې لیدنې پر مهال همداراز د روغتیا، ښوونې او روزنې او غذايي خوندیتوب په برخو کې د دې کمېټې د فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي. پهدې لیدنه کې د اقتصاد وزارت سرپرست د اقتصادي بندیزونو لګول او د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل، په هېواد کې د بېوزلۍ او بېکارۍ د کچې د لوړېدو لامل بللی او زیاته کړې یې ده چې یوازې بشري مرستې د افغانستان اقتصادي ستونزو ته رسېدنه نهشي کولای.
































