د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام په برانیستغونډه کې وویل، سرپرست حکومت له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل او نیکو اړیکو غوښتونکی دی، خو ځان بشرپاله مرستو پورې تړلی نه ګڼي. د نظري په خبره، که څه هم هېڅ هېواد د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی، خو ا.ا له ټولو هېوادونو سره په عملي توګه په تعامل کې دی. نوموړي ویلي، له بندیزونو سره د مبارزې په موخه د هغو هېوادونو له سیالانو سره چې له موږ سره اقتصادي همکاري نه لري، بېلابېلې څو اړخیزې اقتصادي اړیکې جوړې کړې دي. نظري زیاته کړې؛ افغانستان اوس مهال له ډېرو هېوادونو سره ښې اقتصادي اړیکې لري.
































