د غور د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۲۲ میلیونو افغانیو په لګښت د یو شمېر پراختیايي پروژو چارې پیل شوې دي. د غور د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست د رسنیو د دفتر مسوول ذبیح الله غوثي زاده وویل، چې د دغه ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ د سردشت او خواجه جوش په کلیو کې د افغانستان د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ساحوي انسجام د پروګرام له لارې د ۳۴۰ مترو په اوږدوالي د استنادي دېوالونو، د یوه پله او دوو پلګوټو جوړول شامل دي، چې پرې څه باندې ۲۲ میلیونو افغانیو په لګښت راځي.
































