د لغمان د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې د کابل – جلال آباد پر لویه لاره د درونټې سيمه کې نن د یوې ترافيکي پېښې له امله ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولینو ویلي، چې دغه پېښه درونټې سیمه کې د سراچې، زرنج او يو هینو موټر د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې چې له امله یې دوه تنه مړه شوي او ۴څلور تنه نور ټپيان شوي دي. مسوولین زیاتوي، چې د پېښې ټپیان د ترافيکو مديريت مسوولينو پر وخت ولايتي روغتون ته انتقال کړي چې روغتيايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
































