په کابل کې یو شمېر نابینا زده کوونکي دوی ته په هېواد کې د لا زیاتو ښوونیزو فرصتونو د برابرېدو غوښتنه کوي. دوی وايي، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې باید ښوونیز امکانات برابر شي. په کابل کې د نابیناوو د مسکلي انیسټیټوټ امر بیا وايي، د اسلامي، عمومي او حرفوي تعلیماتو په برخو کې دغو نابیناوو ته زده کړې دوام لري. نوموړی له نړۍوالې ټولنې غواړي چې د زده کړو په ځانګړې توګه د برېل لیک او اړوندو امکاناتو په برخه کې ورسره همکاري وکړي. د نابیناوو د مسلکي انسټيټوټ د معلوماتو له مخې د ښځینه وو په ګډون ۳۴۰ زده کوونکي په دغه انسټيټوټ کې پر زده کړو بوخت دي.
































