د چنګ دو د محصلينو د ۳۱مې دورې د نړيوالو دوبنيو لوبو تشکېلاتي کمېټې د جولای د ۲۸مې نېټې په سهار مطبوعاتي ناسته ترسره کړې او خبري رسنيو ته يې د يادو لوبو په اړه مالومات ورکړي دي.
يادې کمېټې ويلي، چې د نړۍ د ۱۱۳ هېوادونو او سيمو ۶۵۰۰ لوبغاړو د چنګ دو د محصلينو نړيوالو لوبو کې د ګډون لپاره نوملېکنه کړې ده.
دغه لوبغاړي به د ۱۸ برخو په ۲۶۹ ډوله لوبو کې سيالۍ وکړي او خپل بختونه به و ازمويي.










