ملي دفاع وزارت ویلي چې په تېر یوه کال کې د ۲۰۱ قول اردو په د لوژستیکي ملاتړ په مرکز کې ۳۵۷۳ ډوله پوځي وسایط رغېدلي او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي. د قول اردو د مسوولينو د څرګندونو له مخې، دغه وسايط او تجهيزات د تېر حکومت د وتلو پر مهال ویجاړ شوي وه. دغه راز د قول اردو مسوولينو زیاته کړې، چې دغه وسايط بيت المال دی او د رغونې او ساتنې په برخه کې به یې هېڅ ډول هڅې ونه سپموي. دفاع وزارت ویلي د مسلکي او تخنيکي کارکوونکیو لخوا د وسايطو او تجهيزاتو د رغولو او فعالولو کار روان دی.











