د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۳۰مه نېټه د وانواتو د خپلواکۍ د ۴۳مې کليزې په مناسبت د دغه هېواد ولسمشر نيکنيک وروباراف ته د مبارکۍ پيغام وليږه.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې وويل، چې د چين او وانواتو ترمنځ دوستي لرغونی تاريخ لري. دواړو هېوادونو له تېرو کلونو راهيسې خپلمنځي اړيکې لا ټينګې کړې، سياسي متقابل اعتماد يې لوړې کچې ته رسولی او د بېلا بېلو برخو په همکاريو کې يې ډېر بياليتوبونه تر لاسه کړي.
شي جين پينګ د چين او وانواتو ترمنځ اړيکو ته لوړه پاملرنه څرګنده کړه او هيله يې وښوده، چې د وانواتو له ولسمشر وروباراف سره د دواړو هېوادونو د هراړځيزې ستراتيژيکې ملګرتيا اړيکو ته پرمختګ ورکړي.










