د رییس الوزرا په مشرۍ د کابینې په درېیمه غونډه کې د برېښنا بیې او ضایعاتو د سلنې کمولو په موخه یوه پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې له اړوندو هېوادونو سره خبرې وکړي. دغه راز دې غونډه کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا سرپرست وزیر په مشرۍ د کرنې او اوبو لګولو، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او استخباراتو لوی ریاست استازو په ګډون پلاوي ته د تېر حکومت د امنیتي پوستو او بېسونو د ځمکې ارزونې په موخه دنده سپارل شوې ده.











