د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، هڅې روانې دي، چې په بېلا بېلو او په ځانګړې توګه د سړو خونو په برخو کې د سوداګرو ستونزو ته رسېدنه وکړي. د دغې خونې سرپرست محمد یونس مومند زیاتوي، د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ له وزارت سره یې د سړو خونو د جوړولو په تړاو هم خبرې کړې دي. یو شمېر سوداګر همداراز له سرپرست حکومت غواړي، چې نورو هېوادو ته دې یې د صادراتو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاتوي، چې اوسمهال د افغانستان صادرات د نړۍ او سیمو هېوادونو په تېره بیا، هند، پاکستان، چین او متحده عربي اماراتو ته دوام لري.
































