د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د هوا د بېسارې تودېدو خبرداری ورکړی او له کورنیو څخه یې غوښتي دي چې له تودوخې څخه د خلاصون لپاره یو لړ سپارښتنې عملي کړي. د هوا پېژندنې د ادارو د اټکل له مخې، نن جمعه او د شنبې په ورځ به د افغانستان په ځینو سیمو کې د تودوخې درجه د سانتي ګراد له دېرشو درجو لوړه شي. د روغتیا نړیوال سازمان پر خپل ټویټر په یو بیان کې چې پرون خپور شو سپارښتنه کړې، چې خلک دې په لمر کې نه ګرځي، اوبه دې ډېرې وڅښي، په هغو ځایونو کې له کار کولو دې ډډه وکړي چې تودوخه پکې لوړه ده او ماشومان دې په پارکینګونو کې په موټرو کې یوازې نه پرېږدي.
































