کابل ښاروالۍ د څوارلسمې ناحیې په دولسم او دیارلسم ګذرونو کې د څه باندې ۲۳ میلیونو او ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د کوڅو جوړولو د دوو پروژو چارو د پیل خبر ورکړی دی. ښاروالۍ ویلي، چې دغه پروژې د سالم ټولنيز او ښاري چاپېريال د رامنځته کولو لپاره ځانګړي اهميت لري، د سیمې اوسېدونکي دې د دې پروژو په پلې کولو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. د سرچینې په وینا، دغه پروژې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مالي ملاتړ پلې کېږي، چې چارې به یې د ۶ میاشتو په موده کې بشپړې شي.
































