د قطر پراختیايي پروژو د صندوق مسوول سلطان بن احمد العسیري د افغاني سرې میاشتې ټولنې له مرستیال نورالدین ترابي سره په لیدنه کې ویلي، قطر په پام کې لري چې په افغانستان کې د سوري زړه ناروغانو د درملنې ځانګړی روغتون جوړ کړي. افغاني سرې میاشتې ټولنې په یوه ټویټ کې لیکلي چې قطر د دې سربېره، د کابو ۷ زره د سوري زړه ناروغانو د درملنې او نورو هېوادونو ته د لېږد په برخه کې هم همکاري کوي. د دغه بنسټ د لیکنې پر حواله، العسیري په دغې لیدنه کې ژمنه کړې چې هېواد یې د افغانستان له خلکو سره د ۲۵زره ټنو غنمو مرسته کوي.
































