اسټرالیا تر دې دمه د ۵۴ زرو افغانانو د ویزو غوښتنلیکونه رد کړي دي. د راپورونو له مخې نږدې دوو لکو افغانانو واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو راهیسې د اسټرالیا د ویزو لپاره غوښتنلیکونه سپارلي دي. اسټرالیايي رسنیو راپور ورکړی چې یوه ډله افغان فعالان په اسټرالیا کې دننه پر حکومت فشار راوړي چې رد شوې ویزې يې ومني. د راپور له مخې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو راهیسې اسټرالیا یواځې ۱۲ زرو افغانانو ته ویزې ورکړي دي.












