د ترکیې چارواکي وايي چې ۶۴ تنه افغان کډوال یې، چې دغه هیواد ته په غیرقانوني ډول ننوتي وو، په ارزانتن ښار کې نیولي دي. د ترکیې رسنیو راپور ورکړ، چې دا کسان یې په یوه لارۍ کې د هغې له ایراني چلوونکي سره نیولي دي. د سږ کال په جون میاشت کې ترکیې له خپلې خاورې ۱۳۸ افغان کډوال افغانستان ته رالیږلي دي. د ترکیې حکومت په وروستیو کې د ټولو بهرنیو کډوالو په اړه، چې په غیر قانوني ډول دغه هېواد ته ورغلي، قیودات زیات کړي.
































