د خواړو او درملو ملي اداره وايي، چې د دې ادارې رییس له خپل ازبکستاني سیال اولوغ بیک ایګم اوف سره انلاین ناسته کې د افغانستان درملو، خوراکي توکو او روغیتايي محصولاتو ته پر بازاره موندلو خبرې کړې دي. د خوړو او درملو ملي ادارې زیاته کړې، چې په دې ناسته کې د اړیکو پرپراخېدو، اقتصادي پياوړتیا، خواړو درملو طبي لوازمو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت او مصوونیت، ترڅنګ په ورته برخو کې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پياوړتیا او هغه درمل، چې له ازبکستان هیواد څخه افغانستان ته واریدیږي د پروسې پر ساده کولو او نړیوالو معیارونو او ستندردونو بحث او خبرې ترسره شوې. د خوړو او درملو ملي ادارې ویلي، هڅه کوو ازبکستان د افغانستان د درملو په صنعت کې پانګونه وکړي.












