امریکا وایي له طالبانو سره د شوې هوکړې پاتې مراحل به شرایطو ته په کتو عملي کېږي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ټوېټ پیغامونو کې په سمنګانو کې د طالبانو موټربم برید غندلی دی او په خبره یې دا د هوکړې خلاف کړنه ده. دده په خبره د طالبانو دغه ډول کړنې به هغه کړۍ پیاوړې کړې چې د سولې مخالفې دي او همدا راز د تاوتریخوالي کمول د سولې هوکړې مهم شرط دی. خلیلزاد ویلي له دې وروسته به شرایطو ته په کتو د سولې هوکړې پاتې برخې عملي کېږي. نوموړي ویلي د زندانیانو د خلاصون، تاوتریخوالي د کمولو او بین الافغاني خبرو د پیلولو لپاره به خپل فشارونه ډېر کړي. هغه همدا راز ویلي چې د سولې هوکړې لومړۍ ۱۳۵ ورځې پوره شوې دي او امریکا پوره هڅه کوي چې دغه هوکړه عملي شي.دده په خبره سرتېري کم شوي دي، له نظامي اډو به وځي او د سولې هوکړې پاتې مرحلې به عملي کوي.
































