د کندهار د صنعت او سوداګرۍ خونې ریاست وايي، چې په دغه ولایت کې د سرپرست حکومت په راتګ سره ۳۰ نویو کارخونو فعالیت پیل کړی دی. د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس سید محمد سرور اماني ویلي، چې په دغه ولایت کې ۳۰۰ کارخونو جوازونه اخیستي، خو له جملې څخه یې ۱۸۰ فعالې دي، چې په کې شاوخوا ۴ زره ۵۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوی ده. اماني زیاته کړې، چې په تېرو وختونو کې ۱۵۰ کارخونو فعالیت کاوه، چې د اسلامي امارت په راتګ سره ۳۰ نورو کارخونو هم په فعالیت پیل کړی دی. نوموړي وویل، په صنعتي پارک کې د سنوفارما د دوا جوړولو سترې فابریکې د هېواد په کچه فعالیت پیل کړی، د سمنټو او ټوکر جوړولو فابریکو ساختماني چارې روانې دي، چې د هېواد په کچه به سترې فابریکې وي.
































