د دفاع سرپرست وزیر واک ته د سرپرست حکومت د رسېدو د دویمې کلیزې په مناسبت غونډې ته ویلي چې نور د «غچ» په فکر کې نه دي او اوس د هېواد د ابادۍ وخت رارسېدلی چې په دې برخه کې په مینې او لېوالتیا سیالي وکړي. نوموړي په دغو مراسمو کې چې په دفاع وزارت کې جوړ شوي وو، خلک یې زغم ته راوبلل او ټینګار یې وکړ چې په هېواد کې شته ستونزې به حل شي.
































