د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې ددې وزارت مرستیال د اردن هېواد له مخکښ سوداګر دوکتور غازي احمدالمریش لیدلي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپله ټویټر پانه لیکلي، چې المریش د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره په افغانستان کې پانګه اچونې ته لېوالتیا ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې چمتو دی اردن ته د افغاني صادراتو په لېږد کې هلې ځلې وکړي او وچه مېوه او معدني توکي هغه څه دي چې غواړي اردن ته یې ولېږدوي. د سرچینې په خبره، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له المریش سره په خبرو کې ویلي، چې افغانستان کې بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګې اچونې ښه زمینه برابره شوې او دوی په ډاډه زړه تګ راتګ او سوداګریز فعالیتونه ترسره کولای شي.












