د ننګرهار ولایت ځايي چارواکي وايي، چې ددې ولایت په کوټ ولسوالۍ کې پنځه پروژې، چې د ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د چارواکو په خبره، چې په یادو پروژو کې د ۴۱ مترو په اوږدوالي د استنادي دیوالونو او د ۱۸ کیلومترو په اوږدوالي د کانالونو بیارغول او د یو زر او ۴۴۰ مترو په اوږدوالي د نویو سړکونو جوړول شامل دي، چې په دغو پروژو کې اته زره ماهر او غیر ماهر کاریګرو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
































