د پاکستان پولیسو تر څېړنو وروسته پرون ویلي، چې د پنجاب په جړانواله ښار کې قهرجنو مسلمانانو د عیسویانو تر اتیا ډېر کورونه او نولس کلیساوې سوځولې دي. د چهارشنبې په ورځ په جړانواله ښار کې مسلمانانو تور پورې کړ، چې دوو مسیحیانو قرانکریم ته سپکاوی کړی دی. تر دې وروسته مسلمانانو د عیسویانو پر کورونو برید وکړ، چې د پولیسو په وینا تر حملې مخکې عیسویان له خپلو کورونو وتلي وو. پولیس وایي چې په دې تړاو یې دوه عیسویان او یوسل او اته وېشت مسلمانان نیولي دي. په پنجاب ایالت کې پرون د عیسویانو په درې زره دوه سوه کلیساو پولیسو پیره وکړه، چې مسلمانان یې ونه سوځوي.
































