اقتصاد وزارت وايي، په تېر کال کې، د روغتیا، کرنې، ترانسپورت، او انرژۍ په برخو کې څه باندې ۳۵۰۰ پروژې عملي شوي دي. دغه وزارت زیاتوي چې پر دغو پروژو څه باندې یو میلیارد ډالره لګول شوي دي. له دې سره سم د سرپرست حکومت ویاند وايي، چې د تېر کال په پرتله سږ کال پراختیايي بودجه ډېره ده. سرپرست حکومت په تېرو دوو کلونو کې د زیربینايي پروژو له پيل، له کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د صادراتو له زیاتېدو، د کانونو له کېندنې، د بیارغونې د پروژو عملي کېدل او پولي ثبات له مهمو اقتصادي لاسته راوړنو ګڼي.












