د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت وايي، چې د پاکستان له زندانونو ۳۷ تنه افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شوي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه کډوال د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالو نړیوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي. د تورخم د مهاجرينو چارو د آمر په خبره ياد خلک د يوې مياشتې څخه تر شپږو مياشتو پورې د پاکستان په زندانونو کې په بند باندې محکوم شوي وو، چې له خوشې کېدو وروسته د تورخم له لارې هېواد ته راستاه شول.
































