د اروزګان د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وایي، چې د روزګان – کندهار ترمنځ د غځیدلي سړک ۲۴ کیلومتره جغل کارۍ او ۸۰ کیلو متره سړک داغ ګیرۍ چارې بشپړې شوې دي. د یاد ولایت د ټولګټو چارو رییس ادم خان نعماني وايي، چې دغه سړک د ۲۴ ورځو په موده کې د ولایت مقام په مالي ملاتړ، د څلورمې رواحه لواء، ښاروالۍ ریاست او د ټولګټو چارو ریاست په ماشینرۍ د روزګان کندهار تر منځ ۲۴ کیلومتره جغل کارۍ او د ۸۰ کیلومتره سړک داغ ګیري چارې بشپړې شوې دي. د یادونې وړ ده، چې پر یاده لاره د تګ را تګ ستونزه تر ډېره بریده حل شوې.
































