د ننګرهار دور بابا کې د سیمې اوسیدونکو پر حکومت غږ کړی چې ژر تر ژره د څڅوبي سیمه کې پر افغان خاوره د پاکستان تازه جوړه شوې دروازه ړنګه کړي،د سیمې د اوسیدونکو په استازولی ملک کریم خان ویلي حکومت د تیرو شپږو کلونو را په دیخوا پاکستان سره پټو معاملو کې ډیورنډ رسمي کړې او پر ټوله فرضي کرښه تاسیسات جوړ او اغزن تار ولګول شو چې دا د وخت د حاکمانو له خوا تر ټولو ستر ملي خیانت دی،ملک کریم خان رسنیو ته ویلي چې حکومت د ژر تر ژره څڅوبي کې د پاکستان نوې ایښودل شوې دروازه ونړوي او که حکومت دا کار ونه کړي ولس به خپله لاس په کار شي او بیا به د هرې ناوړه پیښې مسوول حکومت وي.
































