د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو څخه د ۲۵ افغانانو د خوشي کېدو او هېواد ته یې د راستنېدو خبر ورکړی دی. یاد وزارت نن په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې د تورخم له لارې د پاکستان څخه ۲۵ تنه خوشې شوي او ردمرز شوي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول. سرچینې زیاته کړې، چې د تورخم د کډوالو چارو آمر د مالوماتو له مخې؛ يادو کسانو د يوې مياشتې څخه تر ۶ مياشتو پورې په زندانونو کې تېر کړي او له خوشې کېدو څخه وروسته د تورخم له لارې رد مرز شوي وو. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت همدارنګه ویلي، چې ياد کسان د ثبت او راجستر څخه وروسته د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.
































