په چین کې د افغانستان سفیر جاوېد قایم ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیایي څانګې له مرستیال سره کتلي دي. جاوېد قایم وایي، چې مرستیال « لوا» سره یې پر بېلابېلو دوه اړخیزو مسایلو خبرې کړې دي. دواړو لورو په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ پر وړاندې پر مبارزې او په دې برخه کې د چین پر مرستو بحث کړی دی.
د قایم په خبره، چین غواړي له کرونا وروسته په افغانستا کې په ځینو برخو کې پانګونه هم وکړي. په دې ناسته کې د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیایي څانګې مرستیال ویلي، چې هېواد یې د کرونا واکسین جوړولو ته نیږدې شوی او ددې واکسینو په وېشلو کې به یې افغانستان په لومړیتوب کې وي.
نوموړي ویلي، چې په بېلابېلو برخو کې به له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي. چین له دې وړاندې له افغانستان سره د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه په څو جوپو کې د روغتیایي توکو او دارو درملو مرسته کړې ده.
په چین کې د افغانستان سفیر د چین له مرستو د مننې تر څنګ په راتلونکې کې پر دې ډول مرستو او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.