د هوا پېژندنې اداره د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د چټکو بادونو، تالندې او سختو اورښتونو او سېلابونو راوتلو خبر ورکوي. د یادې ادارې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، نن او سبا د هېواد په اتو ولایتونو کې د تالندې، چټک بادونو، سېلابونو او د سختو اورښتونو احتمال شتون لري. د سرچینې له قوله، بدخشان، تخار، بغلان، سمنګان، سرپل، بلخ، بامیان، پنجشېر، پروان، نورستان، ننګرهار، کونړ، لغمان، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا هغه ولایتونه دي چې د بادونو، اورښتونو او سېلابونو احتمال په کې شتون لري.
































