د زابل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، چې د خوړو نړيوال سازمان له لوري د دغه ولایت په دريو ولسواليو کې ۹زره ۳۰ کسانو ته د خوارکي توکو خونديتوب، وچکالۍ اغېزې کمولو کرنيزو ځمکو د تخريب مخينوي او اوبو مهارولو برخه کې د کار زمینه برابره شوې ده. د یاد ریاست مشر دغه ګام د زابل د خلکو لپاره ښه زيری بللی او ژمنه يې کړې، چې دا کسان به د چک ډيمونو، ګودرونو او کاريز خولې جوړولو برخو کې پر کار شي. نوموړي زیاته کړې، چې دا پروژه د ۹۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د یوې میاشتې په موده کې پلې کېږي. په ورته وخت کې د زابل یو شمېر اوسېدونکو هم د یادې پروژې په پلیدو خوښي څرګنده کړه او ويې ویل، چې په دې سره ورته د کار زمینه برابره او اقتصادي ستونزې به یې تر یوه بریده حل شي.










