افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې رییس ایلوي فیلیون وايي، چې اوس مهال د افغانستان د نفوس نیمايي یې روغتیايي خدمتونو اوخوړو ته لاسرسی نه لري. ایلوي فیلیون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې اوس مهال د افغانستان نیمايي څخه زیات نفوس بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري، چې د فیلیون په وینا دا د دې معنی ورکوي، چې د هرو دوو افغانانو څخه یو یې روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی ونه لري او یا هم د خوړلو لپاره خواړه ونه لري. د سره صلیب نړیواله کمېټه په افغانستان کې د تېرو څلورو لسیزو راهیسې کارکوي. د دې کمیټې رییس ویلي چې تر ټولو یو مهم پروګرام چې دغې کمېټې په تېرو دوو کلنو کې ورته ملاتړ برابر کړی د روغتونونو د انعطاف په نوم پروګرام دی. د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د رییس د وینا له مخې ددغه پروګرام له لارې په ۳۳ روغتونونو کې د لس زره او ۹۰۰ ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو د معاشونو په برابرولو سره ۲۶ میلیونو خلکو ته روغتیايي مرستې برابریدلې.
































