د سره صلیب نړۍواله کمېټه وايي چې سر له نن څخه د ۲۵ روغتونونو د مالي لګښتونو د برابرولو مسوولیت عامې روغتیا وزارت ته سپاري.
د سره صلیب کمېټې ویاند پرویز احمد فیضي وايي، چې دغه بنسټ به له دې وروسته په افغانستان کې د روغتیايي کارکوونکو معاشونه او د دغو روغتونونو لګښتونه پرې نهکړي.د دغې کمېټې ویاند له روغتونونو سره د دغو مرستو د پرې کېدو لامل د بودیجې کمښت ګڼي.
ورته مهال یو شمېر ناروغان او ناروغ لرونکي له نړۍوالو مرستندویه بنسټونو غواړي چې، د هېواد له روغتیا برخو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
له بل لوري عامې روغتیا وزارت وايي، د هېواد د روغتيايي سکټور د پر ځان بسیا کېدو په لټه کې دی او هڅه کوي په دې برخه کې شته ټولې ستونزې حل کړي.د عامې روغتیا وزارت په وینا، دمګړۍ په ټول هېواد کې ۴۲۵۰ روغتيايي مرکزونه فعال دي او ډېری دغه مرکزونه د نړۍوالو مرستندویانو له لوري چلول کېږي.








