د کانونو او پټرولیم وزارت او د ګټونکو شرکتونو ترمنځ د هېواد د اوو لویو کانونو د استخراج او پروسس قراردادونه لاسلیک شول. د کانونو اوپټرولیم وزارت وايي، چې ګټونکي شرکتونه د یادو کانونو پر استخراج او پروسس ۶ میلیارده او ۵۵۷ میلیونه ډالره پانګونه کوي.د کانونو او پټرولیم سرپرست په خبره، چې د تخار د سرو زرو کان چې ۱۲کیلومتره مربع مساحت لري،چاینا افغانستان شرکت او زړور افغانستان شرکت ته په قرارداد ورکول کېږي.د کانونو او پټرولیم د سرپرست په وینا یاد شرکتونه په دې کان ۳۱۰ میلیون ډالر پانګونه کوي او ۵۶سلنه رویالټي سرپرست حکومت ته ورکوي.
































