د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ له قومي مخورو سره په کتنه کې ویلي، چې سرپرست حکومت خپلو موخو ته د رسېدو په حال کې دی او اوسنی حکومت به افغانانو ته خورا ګټور ثابت شي. یادو قومي مشرانو په دې کتنه کې د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې د سړک رغولو، د ځنګلونو د پالنې او روغتیايي خدمتونو ته د لاس رسي غوښتنه وکړه. په ورته وخت کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال یادو قومي مشرانو ته ویلي، چې قومي مشران کولای شي د حکومت او ولس ترمنځ همغږۍ او د همکاریو پراخېدو ته لاره هواره کړي. نوموړي ویلي، د سرپرست حکومت بودجه د متوازن انکشاف پر اساس تنظیم او د ولسونو غوښتنو ته په کې لومړیتوب ورکول کېږي.
































