ټاکل شوې چې د جي ۲۰ هېوادونو دا ځل ناسته د روانې سپټمبر میاشتې پر نهمه نېټه د هندوستان په پلازمېنې نوي ډیلي کې ترسره شي. رویټرز خبري اژانس د هندي چارواکو له قوله ویلي چې په دغه هېواد کې د یادې ناستې ترسره کېدل تاریخي ارزښت لري او د ۱۳۰زره امنیتي ځواکونو په مرسته کلک امنیتي تدابیر ورته نیول شوي دي. په دې غونډه کې د امریکا ولسمشر جوبایډن، د بریټانیا ولسمشر ریشي سوناک، د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان او د یو شمېر نورو هېوادونو ولسمشران او مشران ګډون کوي. په یاده غونډه کې به د سیمې او نړۍ پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي حالت او ورته نورو مسایلو بحثونه وشي.
































